ګهیځ: نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۷مه) د بریټانیا حکومت ویلي چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو سره یوځای له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د ترلاسه کیدو د یوه کنفرانس کوربه توب کوي.
رویټرز خبري آژانیس راپور ورکړی چې د دغه کنفرانس موخه په افغانستان کې د بشري کړکېچ کموالی دی.
ټاکل شوې چې دا کنفرانس به د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې په انلاین شکل جوړ شي.
تمه کېږي چې د افغانستان لپاره به ۴.۴ میلیارده ډالره مالي مرسته ترلاسه کړي.
دا په نړۍ کې تر ټولو ستر مالي رقم دی چې د یوه هیواد لپاره غوښتل کیږي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/02/photo_2022-02-15_23-47-07-660x330.jpg)