معماری
خانه / ګهیځ نیوز / بریټانیا افغانانو سره د خوراکي توکو لپاره ۳۷۴ میلیونه ډالر مرسته کړې

بریټانیا افغانانو سره د خوراکي توکو لپاره ۳۷۴ میلیونه ډالر مرسته کړې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري ۱۰مه او د مارچ ۳۰مه نېټه ده) بریټانیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په نوښت د بسپنې د نړیوالې غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې افغانانو ته د خوړو د برابرولو په موخه د ۳۷۴ ملیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د غونډې تنظیموونکي هیله لري چې مرستندوی هېوادونه به له افغانستان سره د ۴،۴ میلیارده ډالره مرستو ژمنه وکړي.
د ملګرو ملتونو ویاند یینس لاییرک پرون ویلي چې دا مرستې به پر افغانستان واکمن حکومت ته نه، بلکې د مرستندویو موسسو له لارې ولګول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس