معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بریتانیا د خپل پوځ په لیکو کې د پخوانیو افغان کمانډویانو د جذب په لټه کې ده

بریتانیا د خپل پوځ په لیکو کې د پخوانیو افغان کمانډویانو د جذب په لټه کې ده

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۳۰مه) د خپرو شوو راپورونو له مخې، بریتانیا د افغان پوځ د هغو کومانډویانو د جذب په لټه کې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له هېواده وتلي دي.
بزنس اینسایډر نشریې ویلي چې بریتانیا غواړي له یادو پوځیانو څخه په خپل پوځ کې د ځانګړو عملیاتو لپاره یوه ډله جوړه کړي.
بزنس اینسایډر په خپل راپور کې ویلي چې امریکا ډېری هغه کومانډویان له ځان سره ایستلي دي چې په وروستیو کې یې له طالبانو سره سختې جګړې کړې دي. راپور کې دغه راز راغلي چې، بل خوا بریتانیا غواړي چې د افغان کومانډویانو څخه د خپل پوځ په لیکو کې د ځانګړو عملیاتو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړي.
بریتانیا هغه هېواد دی چې ډېر افغانان په کې مېشت دي.
د یادونې وړ ده چې اوس هم د بریتانیا په پوځ کې د بهرنیو وګړو یوه ځانګړې ډله شته چې د ګورخا په نامه یادېږي او شمېر یې شاوخوا ۳۵۰۰ ته رسېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس