معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برښنا شرکت د زرغون کابل د صنعتکارانو د برښنا ستونزې د هوارولو ژمنه وکړه

برښنا شرکت د زرغون کابل د صنعتکارانو د برښنا ستونزې د هوارولو ژمنه وکړه

ګهځ: نن دوشنبه (د کب ۱۶مه او د مارچ ۷مه نېټه ده) د افغانستان د برښنا شرکت وايي، ډېر ژر به د زرغون کابل د صنعتکارانو ټولنې د برښنا ستونزه هواره کړي.
د افغانستان برښنا شرکت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د برښنا شرکت د سوداګریزې برخې مشر عبدالرحمان رحماني د زرغون کابل ټولنې له صنعتکارانو سره په لیدنه کې وویل چې صنعت د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري او د افغانستان د اسلامي امارت حکومت او د افغانستان برښنا شرکت ژمن دي چې د صنعتکارانو د برښنا ستونزه هواره کړي.
په دې لیدنه کې د زرغون کابل د صنعتکارانو ټولنې غړو وویل چې د برښنا د نشتوالي له امله ډېرې کارخونې تړل شوي او په سلګونو هغه کسان چې په دې کارخونو کې یې کار کاوه، اوزګار شوي دي.
د زرغون کابل د صنعتکارانو ټولنه د خوراکي توکو د تولید، د درمل جوړولو، پلاستیکي وسایلو او تخنیکي وسایلو په برخو کې فعالېت کوي.
تر دې مخکې د کابل، ننګرهار او خوست د صنعتي پارکونو صنعتکارانو هم د برښنا د نشتوالي له امله شکایت کړی و.
ــــــــــــــــــــــــــــ

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس