معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ا.ا په بهر کې د افغان سفارت کارکوونکو ته معاشونه ورکوي

ا.ا په بهر کې د افغان سفارت کارکوونکو ته معاشونه ورکوي

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۱۲مه) د اسلامي امارت کابينې ويلي د بهرنيو چارو وزارت د هغو کارکوونکو معاشونه ورکوي چې له هېواده بهر د افغانستان په سفارتونو او ډیپلوماټیکو استازولیو کې دندې ترسره کوي.
د راپورونو له مخې تېر کال اګست مياشت کې د ا.ا له واک ته رسېدو وروسته بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د بوديجې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د ا.ا د ویاند مرستيال انعام الله سمنګاني ويلي، د يکشنبې په ورځ د کابينې په غونډه کې د بهرنيو چازو وزارت د هغو کارکوونکو د معاشونو ورکړه چې په بهر کې خدمت کوي د تېر په څېر تصويب شوه.
انعام الله سمنګاني په يوه ټويټ کې لیکلي چې په دې ناسته کې د سفارتونو د امتيازاتو او معاشونو د ټاکلو په ګډون پر بېلابېلو مسايلو خبرې وشوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس