معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ا.ا وايي د اسلامي همکاریو سازمان ور ته د مرستې ډاډ ورکړی

ا.ا وايي د اسلامي همکاریو سازمان ور ته د مرستې ډاډ ورکړی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چینګاښ یا سرطان لومړۍ او د جون میاشتې ۲۲مه نېټه ده) افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي همکاریو سازمان OIC چمتو دی چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.
د دې وزارت ویاند عبدالقهاربلخي بېګا پر خپل ټویټر لیکلي، چې پرون سې شنبه (د غبرګولي ۳۱مه) په بشري چارو کې د اسلامي همکاريو د سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړی استازي طارق علي بخيت او ورسره مل پلاوي یې د بهرنيو چارو له سرپرست وزیرمو لوي امير خان متقي سره په کابل کې وکتل.
د ښاغلي بلخي په وینا په دې کتنه کې ښاغلي بخیت د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو د سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړه ليک د پلي کېدا په برخه کې شويو پرمختګونو، په دې لړ کې د شويو مرستو، او کابل ته د اسلامي همکاريو سازمان د عالمانو د راغلي پلاوي د سفر د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي په دې اړه، چې OIC د ا.ا تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره په کومو برخو کې مرستو ته چمتو دی، نورجزیات نه‌ دي ورکړي.
متقي ویلي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو، په ځانګړي توګه د اسلامي همکاریو د سازمان له غړیو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس