معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ا.ا هند او نورو هېوادونو کې روزل شویو افغان نظامیانو ته د دندې ورکولو ژمنه کړې

ا.ا هند او نورو هېوادونو کې روزل شویو افغان نظامیانو ته د دندې ورکولو ژمنه کړې

ا.ا هند او نورو هېوادونو کې روزل شویو افغان نظامیانو ته د دندې ورکولو ژمنه کړې
ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۴مه او د جون میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د کورنیوچارو وزارت وايي، چې په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان پوځیان دې هېواد ته راستانه شي، په دندو به یې وګوماري.
د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بېګاه په یوه مرکه کې وویل، چې په بهر کې روزل شوي افغان نظامیان د هېواد شتمني ده.
هغه وویل: “په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان د وطن کدري شتمني ده. د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت تیار دی چې یاد کسان د خپلو زده کړو او مسلک مطابق پر دندو وګوماري.”
حکومت په هند کې روزل شویو افغان پوځیانو ته په دولتي چوکاټ کې د دندو د ورکولو ژمنه داسې مهال کوي چې هند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله واستوله او په دې توګه یې په افغانستان کې خپل ډيپلوماتیک حضور یوځل بیا پیل کړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس