معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ا.ا له چین څخه افغان سوداګرو ته د وېزې په ورکړه کې د چټکتیا غوښتنه کړې

ا.ا له چین څخه افغان سوداګرو ته د وېزې په ورکړه کې د چټکتیا غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي ۵مه او د جون میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د ا.ا امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یې سره کتلې دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي، چې ښاغلي متقي د چین له سفیر څخه د بشري مرستو د مننې کولو تر څنګ وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د چين د وېزو د ورکړې لړۍ چټکه کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر غوښتنې ته د چین سفیر په ځواب کې ویلي، چې د وېزو د ورکړې لپاره په چمتوالي بوخت دي.
د بلخي وايي، دوی له زلزله ځپلو سره په مرستو، پر سياسي مسايلو، د افغانستان او چين ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشري مرستو او چين ته د افغان محصلينو د بېرته ګرځېدو په باب هراړخيزې خبرې وکړې.
د بلخي په وینا، دواړو لوريو ژمنه کړې چې سږ کال به چين ته د افغان ځنغوزیو لېږد کې هم د پاموړ چټکتيا راشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس