معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ا.ا: له شرعي محرم پرته مېرمنې له هېواده بهر سفر نشی کولی

ا.ا: له شرعي محرم پرته مېرمنې له هېواده بهر سفر نشی کولی

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۹مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان اسلامي امارت ویلي، افغانې ښځې له دې وروسته نشي کولی چې له شرعي محرم پرته له هېواده بهر نورو هېوادونو ته په سفر ووځي.
د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، هغه افغانې محصلینې چې بهرنیو هېوادونو تحصیلي بورسونه ورکړي، باید بهر ته یې د سفر لپاره یوه لاره وسنجول شي.
نوموړي همدا راز ویلي، هغه افغانان چې له کوم عذر پرته غواړي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، مخه به یې نیولې کېږي.
مجاهد ویلي: “په بهرنیو هېوادونو کې ځینې افغانان په بد وضعیت کې ژوند کوي او دوی (ا.ا) نه غواړي چې نور افغانان هم په ورته برخلیک اخته شي”.
نوموړي خپل خبري کنفرانس کې همدا راز وویل چې هغو ټولو افغانو محصلینو سره مرسته شوې ده چې دا مهال د اوکرایین کړکېچن وضعیت کې بند پاتې دي.
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت له دې وړاندې هم د مېرمنو لپاره په کور دننه د حجاب په پام کې ساتلو سره ځینې اصول خپاره کړي و او ویلي یې و، چې یاد اصول د سپارښتنو له لارې خلکو ته رسوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس