معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ا.ا: فیض الله جلال خلک بغاوت ته هڅول؛ د وضاحت ورکولو په موخه نیول شوی دی

ا.ا: فیض الله جلال خلک بغاوت ته هڅول؛ د وضاحت ورکولو په موخه نیول شوی دی

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۱۹مه) اسلامي امارت منلې چې د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی فيض الله جلال يې نيولی دی.
د اسلامي امارت مرکزي وياند او د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد پر خپله ټوټېر پاڼه ليکلي چې نوموړی د هغو خبرو د وضاحت لپاره نيول شوی چې په ټولنيزو رسنيو کې يې خلک د نظام پر ضد هڅول او د انسانانو عزت یې زیانمن کاوه.
مجاهد لیکلي: “تر څوپورې بل څوک د استاد او دانشمند!!؟ له ادرسه داسې اوتې بوتې ونه وايي او دچا شخصیت او عزت ته زیان ونه رسوي”.
نوموړي څه موده وړاندې د کابل طلوع تلويزيون د يوې ژوندۍ خپرونې پر مهال په دوحه کې د اسلامي امارت له وياند محمد نعيم سره لفظي شخړه وکړه او پر طالبانو يې کلکې نيوکې وکړې.
پر دې سربېره یې په ټولنیزو رسنیو کې داسې څرګندونې کړي چې د چارواکو په باور د خلکو تر منځ کرکه او اختلاف زېږوي.
جلال په بېلابېلو پوسټونو کې لیکلي: “ملي شتمني د راولپېنډۍ د فارغانو په برمته کې لوېدلې”. ډیورنډ کرښه د پښتنو مشرانو له خوا تکراري لاسلیک شوه، دا د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ده، د نړۍ له خوا په رسمیت پېژندل شوې دې کرښې ته زمونږ خلک احترام لري”. د استخباراتو رییس او ډېر کارمندان یې له آی اس آی معاش خوري، دوی ټول پاکستانیان دي”.
د بښنې نړيوال سازمان د سوېلي اسيا څانګې پر ټوېټر پاڼه د ښاغلي جلال نيول کېدل غندلي او ژر ترژره يې د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس