معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ا.ا رسما د لویې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ

ا.ا رسما د لویې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) اسلامي امارت رسما اعلان وکړ، چې «د افغانستان د علماوو لویه غونډه» د درې زره دیني علماوو په ګډون د درې ورځو لپاره جوړیږي.
د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي: «دا چې غونډه د اولس د هيلو او غوښتنو په اساس جوړيږي نو د هيواد له ټولو ولايتونو او ولسواليو څخه به ګڼ شمیر علماء کرام او قومي مخور ګډون پکې کوي».
پر اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو سربېره له اوسني کړکېچ د هېواد را ویستل د دې غونډې عمده موخه بلل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه چارواکو د یادې غونډې د مشخصې اجنډا په اړه څه نه دي ویلي.
خو ویل کېږي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو بحث به هم د دې غونډې د اجنډا یوه برخه وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس