معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ا.ا: د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د څښاک اوبو رسولو پروژه پیلېدونکې ده

ا.ا: د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د څښاک اوبو رسولو پروژه پیلېدونکې ده

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) افغان چارواکي وايي د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژه به ډېر ژر پيل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور نن (شنبه د زمري لومړۍ) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په مرکز کابل کې د څښاک پاکو اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.
نوموړي زیاته کړې چې د دوی د سروې له مخې پر دغه پروژه به درې میلیون امریکايي ډالره لګښت راشي.
د اوبو او نرژۍ وزیر له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې زېرمې خلاصي کړي، تر څو دوی یې د خلکو لپاره په عام المنفعه پروژو کې ولګوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبو کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس