معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ا.ا د نیویارک ټایمز هغه ادعا ردوي چې ګنې د کابل پر هوايي ډګر برید کوونکی له بګرامه خوشې شوی و

ا.ا د نیویارک ټایمز هغه ادعا ردوي چې ګنې د کابل پر هوايي ډګر برید کوونکی له بګرامه خوشې شوی و

ګهيځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۱۲مه) اسلامي امارت وايي د بګرام د ماتېدو او د اکسټ پر ۲۶ پر هوايي ډګر د را منځ ته شوي برید تر منځ موده ډېره کمه وه.
د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي وايي، دا هیڅ شونې نه ده، چې په دومره کمه موده کې دې تازه له زندانه خوشې شوی کس د دا ډول برید تابیا ونیسي.
نیویارک ټایمز د یو تصویر په خپرولو سره ویلي چې، د کابل پر هوايي ډګر برید کوونکی عبدالرحمن اللوګری نومیده چې، د اسلامي امارت له خوا د بګرام له زندانه خوشی شوی و.
خو اسلامي امارت دا ادعا نا سمه بولي او وايي چې په دې اړه هیڅ ثبوت نشته.
کریمي دا هم ویلي، چې زندانونه کابل ته د دوی له ننوتو وړاندې مات شوي وو او د داعش ډلې کسان ازاد کړل شوي و. خو د ده په وینا ډېری یې بیرته د دوی ځواکونو نیولي و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس