ا.ا د نجونو د ښوونځیو د پرانستو خپره شوې خبرتیا رد کړه
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۲مه او د جولای میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د پوهنې وزارت هغه اوازې ردوي چې ګنې دغه وزارت سبا (پنجشنبه) په یوه خبري ناسته کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو اعلان کوي.
د پوهنې وزارت ویلي، چې دا ډول اوازې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو لپاره خپرېږي.
وزارت په عین حال کې ویلي، چې د دوی امارت د هېواد د ټولو اتباعو لپاره د متوازنو ښوونیزو خدماتو د وړاندې کولو او د ښوونیز نظام د پیاوړتیا پر وړاندې پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/06/photo_2022-06-15_04-07-55-660x330.jpg)