معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ا.ا: د مسعود قبر تر څېرمه د اتڼ انګېزه معلوموي

ا.ا: د مسعود قبر تر څېرمه د اتڼ انګېزه معلوموي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوايي یا ثور ۱۵مه او د مۍ میاشتې ۵مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اتڼ کوونکو کسانو کار د دوی د حکومت «پالیسي» نه ده.
پر ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې ا.ا ته منسوب یو شمېر وسله وال اتڼ کوي او په کم واټن کې یې شا ته د مسعود قبر دی.
د مسعود یو شمېر پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې اتڼ غندلی او دا کار یې د احمد شاه مسعود شخصیت او مزار ته سپکاوی بللی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي دي: «هڅه روانه ده چې د دغه ناسم عمل انګیزه معلومه شي او د دا ډول اعمالو مخه به ونیول شي.»
مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه یو شمېر ځوانان په اختر کې د تفریح لپاره پنجشیر ته تللي وو او دا کار یې کړی دی.
نوموړي بې له دې چې د احمدشاه مسعود نوم واخلي، په ورته وخت کې ویلي، چې د دغو کسانو موخه د جهادي شخصیتونو سپکاوی نه و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس