معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ا.ا: د تېلو بیو په لوړولو کې ځینې کړۍ لاس لري؛ جدي چلند به ورسره وشي

ا.ا: د تېلو بیو په لوړولو کې ځینې کړۍ لاس لري؛ جدي چلند به ورسره وشي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ ۱۴مه او د جولای ۵مه نېټه ده) ا.ا وايي د تېلو بیو په لوړاولي کې ځینې کړۍ لاس لري، چې جدي چلند به ورسره وشي.
د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرا اقتصادي دفتر ویلي چې یو شمېر داسې راپورونه یې تر لاسه کړي دي چې ځینې کړۍ د تېلو او نرخونو په لوړولو او د بحران په رامنځته کولو کې لاس لري.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، دوی به د نرخونو د را ټیټولو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او هغه کسان چې د تېلو په مافیا کې لاس لري، له هغوی سره به تر ټولو جدي قانوني چلند وشي او د تېلو د تجارتي جواز په اړه به یې هم له سره غور وشي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د تېلو بیې اسمان ته ختلې دي او ډېری ټیکسي چلوونکو خپل موټرونه د تېلو د بیو د لوړوالي له امله درولي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس