معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ا.ا: د ترکمني چارواکو سره یې د پلاوي خبرې ګټورې وې

ا.ا: د ترکمني چارواکو سره یې د پلاوي خبرې ګټورې وې

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) د افغانستان اسلامي امارت د ترکمنستان له حکومتي چارواکو سره دغه هېواد ته د تللي افغان پلاوي خبرې ګټورې بولي.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بېګاه رسنیو ته ویلي، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له کابله عشق اباد ته تللي پلاوي د ترکمنستان چارواکو سره په بېلابېلو برخو، په تېره په اقتصادي برخه کې ګټورې خبرې وکړې چې د ده په وینا دا به د راتلونکو ګامونو لپاره لاره هواره کړي.
مجاهد زیاته کړه: “د افغانستان اسلامي امارت ژمنه ښودلې چې په افغانستان کې د ترکمنستان د اقتصادي پروژو لپاره زمینه مساعده ده او موږ یې ملاتړ کوو. دوی ته مو ډاډ هم ورکړی او همدا راز پر لارو چارو یې هم بحث شوی دی.”
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ پر ټویټر لیکلي و چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیا وفا حاجییف په هرات کې له خپل افغان سیال شېر محمدعباس ستانکزي سره په کتنه کې ویلي و چې هېواد یې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د نل لیکې یا ټاپي د رغونې کار د سږني کال په سېپټمبر میاشت کې پیلوي.
د ټاپي د رغونې چارې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ میاشت کې په رسمي ډول پرانېستل شوې خو د دې پروژې تطبیق د امنیتي ګواښونو له کبله تراوسه ځنډېدلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس