معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ا.ا د بشري حقونو د نقض په اړه د امریکا راپور رد کړ

ا.ا د بشري حقونو د نقض په اړه د امریکا راپور رد کړ

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وري ۲۵مه او د اپرېل ۱۴مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامي امارت حکومت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د امریکا متحده ایالتونو خپور شوی راپور ناسم دی.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، اوس نه بلکې د امریکا په شتون کې په افغانستان کې بشري حقونه تر پښتو لاندې کېدل.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي: ” په افغانستان کې هغه مهال د بشر حقونه ضایع وو، چې امریکايي اشغالګرو او ملاتړو یې په ورځ کې تر ۲۰۰ افغانان وژل، کورنه یې بمبارول، په ښځو او ماشومانو یې چاپې وهلې”.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو نوی راپور ښيي چې افغانستان د ا.ا لاس ته له لوېدو وروسته، د بشري حقونو په برخه کې شا تګ کړی.
دا راپور چې په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت او پرمختګ ته اشاره کوي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
راپور کې ا.ا تورن شوی چې په جګړو کې یې له ماشومانو ګټه اخیستې، پر ملکيانو، روغتیاپالانو او نورو خیریه مرسته رسوونکو یې بریدونه کړي او تر خوا یې د افغانانو په ګډون بهرني وګړي هم تښتولي دي.
خو افغان چارواکي دا راپور ردوي او په ځواب کې یې ذبیح‌الله مجاهد وايي، داسې هېڅ کار نه ‌دی شوی چې د چا حقونه نقض کړي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: “که د هېواد قوانین عملي کول یا هم اسلامي قوانین په ټولنه کې پلي کول، دا د چا د حقوقو نقض نه‌ راولي. که څوک نیول کېږي، دا د حکومت حق دی. په ټولو نظامونو کې خلک توقیف کېږي، پوښتنې ځینې کېږي، خو نه څوک تعذیب شوي، نه وژل شوي او نه هم اوږدمهاله بند ته تللي دي.”
په ۲۰۲۱ کال کې د بشري حقونو د پرمختګ او وضعیت د ارزونې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې، له اګسټ وړاندې هغه مهال چې جمهوریت واکمن و، هم افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تر پوښتنې لاندې راغلی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس