معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ا.ا د امام علي رحمان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې په افغانستان کې د تاجکستان پولې سره د ورانکاریو په موخه کمپونه جوړ شوي دي

ا.ا د امام علي رحمان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې په افغانستان کې د تاجکستان پولې سره د ورانکاریو په موخه کمپونه جوړ شوي دي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) د افغانستان اسلامي امارت وايي، د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان دا ادعا ناسمه ده چې ګواکې افغانستان کې له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د ورانکاریو په موخه کمپونه جوړ شوي دي.
تر دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر ويلي و چې، د دغه هېواد د استخباراتو له مخې د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې تر ۴۰ زيات د ترهګرو کمپونه او د روزنې مرکزونه، چې تر شپږ زره ډېر وسله وال په کې دي، جوړ شوي دي.
خو تازه د اسلامي امارت د ویاندویۍ غړي بلال کریمي دا ادعا رد کړې او وايي، دوی ټولو ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکوي، چې پولې یې خوندي دي.
نوموړی وايي له افغان خاورې به د تاجکستان په ګډون هیڅ هیواد ته ګواښ نه پېښېږي.
د بلال کریمي په وینا، اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
هغه په زغرده ویلي چې، له هیواده ځني تښتیدلې مغرضې، تخریبي کړۍ او اشخاص نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو ته ناسم معلومات لېږدي، چې په هیڅ حقیقت نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس