معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ا.ا تایوان ته د مېرمن پلوسي د سفر په غبرګون کې؛ د نړۍ هېوادونه دې له پاروونکو پرېکړو ډډه وکړي

ا.ا تایوان ته د مېرمن پلوسي د سفر په غبرګون کې؛ د نړۍ هېوادونه دې له پاروونکو پرېکړو ډډه وکړي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمري/اسد ۱۳مه او د اګسټ میاشتې ۴ مه نېټه ده) افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تایوان په اړه د امریکا او چین د کړکېچ په غبرګون کې د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې له هغو پرېکړو دې ډډه وکړي چې د نورو هېوادونو له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ګڼل کېږي او د حساسیتونو د راپارولو لپاره زمینه برابروي.
د دغه وزارت ویاند «عبدالقهار بلخي» بېګاه (چهارشنبه د زمري ۱۲مه) پر خپل ټویټر لیکلي چې د چین او امریکا اړیکې د سیمې پر امنیت، ثبات او سوکالۍ اغېز کوي.
هغه لیکلي چې ا.ا د چین او متحده ایالتونو پر تګلارې ټینګار کوي او وايي د دوی ترمنځ اختلافات باید په مناسبو لارو حل شي، څو د سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سهار (چهارشنبه، د زمري ۱۲مه) د امریکا د استازو جرګې مشره «نانسي پلوسي» له ۲۵ کلن ځنډ وروسته تایوان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر او د پارلمان له غړو سره کتلي او خبرې اترې یې کړي دي.
پلوسي ویلي، چې امریکا به هیڅکله د تایوان له ملاتړ څخه په شا نشي خو چین یې په ځواب کې ویلي چې د امریکا دا کارونه له اور سره لوبې دي او که لاس په سر نشي ځان به پرې ایره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس