معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ا.ا ازبکستان ته د لېږدول شویو الوتکو غوښتنه کړې وه؛ تازه دغه هېواد ویلي چې نه یې ورکوي

ا.ا ازبکستان ته د لېږدول شویو الوتکو غوښتنه کړې وه؛ تازه دغه هېواد ویلي چې نه یې ورکوي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غوايي یا ثور ۱۰مه او د اپرېل میاشتې ۳۰مه نېټه ده) ازبکستان د افغانستان اسلامي امارت ته د هغو الوتکو له سپارلو انکار کړی چې د جمهوریت د پرځېدو پر مهال ازبکستان ته وړل شوې وې.
ازبکستان ویلي چې دا د امریکا ملکیت دی او دوی به یې هیڅ کله اسلامي امارت ته ور نه کړي.
د افغانستان د نوي حکومت چارواکو په ځلونو د ازبکستان له حکومته وغوښتل چې د دوی له هېواده ور وړل شوې ۵۰ هیلوکوپټرې او نورې نظامي الوتکې ور وسپاري خو د دغه هېواد د ولسمشر ستر سلاکار عصمت الله ارګاشیف ویلي، چې ور وړل شوي نظامي تجهیزات یې د امریکا په هوکړه ساتلي، چې د دوی په وینا دا خبره یې طالبانو ته هم کړې.
د افغانستان د نوي حکومت چارواکو بیا ټینګار کړی چې یادې الوتکې او نظامي تجهیزات د افغانانو ملکیت دی او باید ور ته تسلیم شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس