ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۴مه نېټه) د افغان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبداللطیف منصور او د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي په ګډه ناسته کې د افغانستان په اقتصادي وضعیت، سیاسي روابطو، او مثبتو بدلونونو خبرې وشوې.
د دغې ناستې خبر د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر ورکړی دی.
نوموړي وویل، چې امیرخان متقي د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
حسن کاظمي په دې ناسته کې د کانونو، کرنې، برېښنا او اوسپنې پټلۍ د ګډې پانګونې په اړه د ایراني حکومت چمتوالی څرګند کړ.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/02/photo_2022-02-23_00-25-15-660x330.jpg)