معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ایران هم د پولې پر سر له ا.ا سره د ترینګلتیاوو زیاتېدو خبره رد کړه

ایران هم د پولې پر سر له ا.ا سره د ترینګلتیاوو زیاتېدو خبره رد کړه

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوايي یا ثور ۸مه او د اپرېل ۲۸مه نېټه ده) ایران افغانستان سره په پوله کې د ترینګلتیا خپاره شوي راپورونه ناسم بولي.
له تېرې یوې اونۍ راهیسې په ایران او افغانستان کې د خواله رسنیو کارکوونکو د ا.ا او ایراني ځواکونو تر منځ له جنجال وروسته، پولې ته نژدې د ایران له خوا د ځواکونو د ځای پر ځای کولو پر خبرونو تبصرې کوي.
خو اوس ایران دغه خبره رد کړې ده.
د یاد هېواد کورنیو چارو وزارت وايي،په اسلام کلا بندر کې چې څه شوي وو،هغه ناسم پوهاوی و او له هغې وروسته د دواړو لورو ترمنځ هېڅ ستونزه نشته دی.
دغه وزارت زیاتوي، د ا.ا له ځواکونو سره یې د پولې پر سر هیڅ ډول جګړه نشته او نه به راتلونکې کې داسې څه وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس