معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ایران هغه افغان کډوال له خپلې خاورې اوباسي چې اقامه نه لري

ایران هغه افغان کډوال له خپلې خاورې اوباسي چې اقامه نه لري

ګهیځ نیوز: د ایران د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې سر له ننه (شنبه د چنګاښ ۱۱مه) هغه افغانان، چې په ایران کې د اقامت اسناد نه لري، له خپلې خاورې باسي.
دغه وزارت ایرانیانو ته هم خبرداری ورکړی، چې هغو افغانانو ته کار ورنه کړي چې د اقامت اسناد نه لري.
د ایران د کورنیو چارو وزارت په وینا، هغه ایرانیان به تر شپږ میاشتو په بند محکوم شي چې بې اسناده افغانان په کار وګوماري.
د ایران حکومت تر تېرې پنجشنبې په ورځ، چې د چنګاښ ۹مه وه، افغان کډوالو ته وخت ورکړی و، چې په سرشمېرنې کې برخه واخلي.
خو له دې سره سره ایران تر یادې مودې وړاندې هره ورځ سلګونه افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.
ایران تر دې وړاندې سلګونه افغانان په جبري ډول ویستلي او دا ادعاوې هم شته چې هلته له مېشت افغانانو سره غیر انساني چلند کوي.
له افغانانو سره د ایرانیانو په چلند د بخښنې بنسټ په ګډون نورو نړیوالو بنسټونو اندېښنه ښودلې وه او پر ایرانیانو یې غږ کړی و، چې د افغان کډوالو له زورولو لاس واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس