معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ایران غواړي له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي

ایران غواړي له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) په کابل کې د ایران سفارت وايي‌ چې د دغه سفارت مرستیال خوست ولایت ته تللی څو په یاد ولایت کې د ایراني پانګه والو د پانګونې لپاره فرصتونه وګوري.
ایراني‌ ډيپلوماټ ویلي‌ دوی په دې لټه کې دي‌ چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي‌ او سوداګریزې اړېکې پراخې کړي.
د ایران سفارت وايي‌ دوی غواړي چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري‌ اسانه شي‌ او سوداګر وکړی شي‌ په اسانه او ډاډمنه فضا کې پانګونه وکړي.
ایران تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و او تمه لري‌ چې وکړی شي‌ له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس