معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران د ا.ا له چارواکو په افغانستان کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه غوښتې

ایران د ا.ا له چارواکو په افغانستان کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه غوښتې

د ايران له خوا د افغانستان او ايران لپاره د سوداګرۍ ګډې خونې د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې په دغه هېواد کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه ورکړي.

ګهیڅ: د یادې خونې مشر حسين سليمي تېره ورځ جمعه (د لیندۍ ۵مه) د ترکېې اناتولي خبري ته ويلي، د تهران او طالبانو وروستيو ناستو ته په کتو سره ايراني چارواکو له دوی غوښتي، څو د کانونو د کيندنې په برخه کې ايراني انجنيرانو ته د‌ کار زمينه برابر کړي.

د نوموړي په خبره، له دې لارې به د دواړو هېوادونه سوداګريزې اړيکې د پخوا په څېر غښتلې شي.

دغه راز د ايران له خوا د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکو زياته کړې، چې ايران له افغانستان سره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو ګټې کولی شي د سيمې په ګټه هم وي.

د خونې د چارواکو له قوله ويل شوي چې افغان چارواکو تر دا مهاله کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی خو هېلې شته چې دواړه لوري يوې پايلې ته ورسېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس