معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران: افغانستان سره د مرستې لپاره د هند لاسنیوی کوو

ایران: افغانستان سره د مرستې لپاره د هند لاسنیوی کوو

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) د راپورونو پر بنسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپل هندي سیال جي شینکر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
ایراني لوړپوړي چارواکي ویلي که چېرته هند له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پلان لري نو ایران چمتو دی چې په دې برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.
د عبداللهیان په خبره ایران له هند سره مرسته کوي چې د درملو او غنمو په څېر خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي او په چابهار بندر کې د دې چارې زمینه ورته برابروي.
ایران داسې مهال دغه ژمنه کوي چې له څو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم د پاکستان له لوري درول شوي او افغانستان ته د وړلو اجازه نه ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس