ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۳۰مه او د اپرېل ۱۹مه نېټه ده) د ایران حکومت ویلي، چې د اوس لپاره په خپل هېواد کې د اسلامي امارت د سفارت ډېپلوماټان نشي منلی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په تهران کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتان د دغه هېواد د پخواني حکومت استازي دي او د افغانستان نوی حکومت باید په رسمیت وپېژندل شي، څو نوي استازي را ولېږي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې په دې اړه نړیوال کنوانسیونونه روښانه دي.
تر دې وړاندې په یو شمېر هېوادونو کې د اسلامي امارت ورلېږلي ډيپلوماټان منل شوي او هغوی ته یې باور لیکونه هم ورکړي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/04/photo_2022-04-18_22-15-24-660x330.jpg)