معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / او کله چې رسنیو ښځه نوره هم بې عزته کړه!

او کله چې رسنیو ښځه نوره هم بې عزته کړه!

او کله چې رسنیو ښځه نوره هم بې عزته کړه!
یادونه: لاندې لیکنه که څه هم د رسنیز کار یا لیکوالۍ کومه برخه نه را زده کوي او نه کوم علمي بحث دی، خو په ټوله کې د یوه اسلامي هېواد د یوې دردمنې مېرمنې د زړه خواله دي د رسنیو په اړه، هغه ترخه حقایق پکې بیان شوي دي چې نن یې مونږ په خپله نوې را وېښه شوې ټولنه کې هم د سر په سترګو ګورو، په همدې پار مو ددې زړه خوالو ژباړه وپتیله تر څو د لویدیځ فرهنګي یرغل څخه د ځورېدلیو د زړه آواز له نورې دنیا نه هم واورو: اداره
له بهرنیو منابعو څخه
ژباړه او زیاتونه: فوزیه حسن خېله
په یوه داسې هېواد کې چې د خلکو موخه د یوې مسلمانې ټولنې په پښو درول او د شریعت او سنت پلي کول وي، په هغې کې مخ په زیاتېدونکو لویدیځوالو لومړیتوبونو او توکو ته د رسېدو آسانتیا، تر کومه بریده سمه ګڼل کېدای شي؟
ښځه څه ده؟ یقینا چې یو انسان ده، داسې یو انسان، چې ساه هم اخلي، خبرې هم کوي، ګرځي راګرځي هم، د چا مور، د چا خور او د چا لور ده.
ښځې ته الله تعالی ډېر عزت ورکړی دی. کومه ښځه چې مور شي او نېک اولاد وروزي، الله د داسې ښځې تر پښو لاندې د جنت په څېر نایابه ډالۍ ایښې ده.
خو پوښتنه دا راپیدا کېږي، چې آیا هره مور مور وي؟ هره لور لور وي؟ هره ښځه د ښځې درجې ته رسېدلی شي؟ پوښتنه خو حیرانونکې ده، خو د دې پوښتنې ځواب له یوه اړخه ډېر ستونزمن او له بل اړخه ډېر آسان دی.
دا لویدیځ وال توکي کوم دي؟ په ټلویزیون کې چې ټوله ورځ په اعلانونو کې کوم پیغام ورکول کېږي، که هغه بازارموندنې پورې اړوند وي او که پلورلو پورې، خو آیا دا پیغام یوازې د ښځې د بدن د نمایش له لارې ورکول کېدای شي؟
دلته د ټولو اعلانونو خبره نه کوو، یوازې د هغو اعلانونو یادونه کوو چې په هغې کې یا ښځې ناڅي، یا د منع شویو غیر اخلاقي غوښتنو د پوره کولو اعلانونه دي، چې په هغې کې د ښځو د بدني روغتیا تر څنګ د هغوی نا اړین حرکتونه او چلندونه ښکاروي او یوه پوره سندره ورته ترتیبوي چې د هغې له لارې غواړي خبره بشپړه کړي. د بېلګې په توګه د ګرځنده ټلیفونونو اعلانونه او دې ته ورته نور سوداګریز اعلانونه.
دا د اعلانونو هغه عام ډولونه دي په کومو کې چې مېرمنې تر مېرمنو زیاتې نانځکې او د لوبو بازیچې ډېرې ښکاري، داسې بازیچې چې بل چا چارج کړې وي او دا له دغه ټولو حرکتونو او چلندونو سره موافقه وي،. دلته دولت چېرته ځي، اخلاق او ارزښتونه څه کېږي، دین چېرته ځي او اسلام څه کېږي؟
یو وخت به داسې ؤ، چې په ټلویزیون کې به مو اذان اورېده او هر اعلان او هره خپرونه به درول کېده تر څو آذان خپور شي، ځکه چې اذان ته به یې د هر څه په پرتله لومړیتوب ورکاوه. اذان به ډېر ښکلی او له مهربانۍ ډک ؤ. موږ ته به دا خبره رازده کېده، چې اذان له هر څه لومړیتوب لري.
موږ ته به زموږ مور او پلار هم همدا را زده کول چې د اذان پر وخت غلي کېنئ، ټکري به پر سرېدل او موږ به په چوپه خوله یوازې اذان اورېده.
نن لویدیځ فرهنګ پر مونږ څه ډول یرغل کړی! زموږ له فکرونو سره زموږ جامې هم لنډې شوې او د ارزښتونو جنازه مو ووېستله. موږ ته خو اوس دا هم نده معلومه چې اذان څه وخت کېږي؟ او د خپرونو او خبرونو په لیدلو دومره بوخت وو چې که زموږ له شا او خوا کوم ځای نه د اذان آواز را هم شي، نو د ټلویزیون د غږ کمول خو څه کوې، آن د دوه دقیقې غلي کېناستلو او ټیکری پر سر کولو زحمت هم نه باسو. ځکه چې موږ اوس داسې عصري خلک یو، د چا لپاره چې له دین پرته هر څه اړین دي.
اوس خو د رسنیو حال داسې دی، چې که په خوله یې د خدای نوم وي او که د رسول، خو ټکری پر اوږو پروت وي. موږ د عقیدې او د احترام د ټولو اصلونو جنازه ووېستله.
موږ د مسلمانانو په نامه د اسلام څېره بېخي ګډه وډه کړه. ښځې ته بې شکه خدای حسن ورکړی دی خو ورسره څه حدونه او څه ارزښتونه هم شته او زموږ عفت هم باید په پام کې ونیول شي.
آیا موږ یوازې همدې ته پاتې یو، چې څوک موږ ته پیسې راکړي او موږ وګډېږو؟ څوک موږ ته پیسې راکړي او موږ خپلې جامې وباسو؟ په ډرامو کې هر ډول رول ومنو، ځکه چې د جامو وېستل ډېر ښه کار دی او اعلان وکړو چې بس یوازې پيسې راکړه، مونږ به هر څه وکړو؟!
مخکې به ډرامې او فلمونه د کورنیو له غړو سره یو ځای لیدل کېدای شوای خو اوس یې له هرې ډرامې څخه د مینې محور جوړ کړی دی، اکثره ډرامې اوس دا ډول دي، داسې ډرامې اوس ډېرې کمې دي چې د ټولنې د رښتینو نابرابریو ننداره هم وړاندې کوي او د ښځو عزت او عفت ته هم پاملرنه کوي. مونږ دا نه وایو چې حقیقت مه ښکاروئ، هرو مرو حقیقت هم وښایئ، یقینا چې له ښځې سره زور زیاتی هم کېږي، پر هغې تېری هم کېږي، هغه وژل کېږي هم، له کوره په تېښتې سره واده هم کوي، خپل خاوند هم وژني، خو د ښځې داسې بې عزتول د کوم ځای عصري توب دی چې ځوانان جنسي هوس او بې‌لارۍ ته لېواله کوي؟ آیا د واده، ماشومانو زېږولو او د ښځې او نارینه تر منځ له اړیکو پرته له موږ سره بله هېڅ موضوع نه ده پاتې؟
موږ باید ځینې اصول جوړ کړو، ځکه له اصولو پرته ژوند نه تېرېږي. ښځینه وو هنرمندانو او خپرونکو باندې باید ځینې بندیزونه وضعه شي، ځکه چې د هر کار د کړلو اجازه ورکول یوازې د خپل مخ د تورولو په معنا دي.
تاسو وګورئ چې شاوخوا څه روان دي، پر ټولو باندې یوازې د پیسو پیدا کولو سوچ حاکم دی، ځینې مسلمانې ماډلې چې لویدیځو هېوادو ته ځي، هلته څه ترسره کوي؟ د څو روپیو لپاره د ښځې د وجود شرموونکې دا څو ماډلې با استعداده هم ګڼل کېږي. هو! رښتیا هم دوی ډېرې با استعداده دي ځکه د جامو وېستلو کار رښتیا هم ډېر سخت دی، د دې لپاره رښتیا هم ډېر لوړ استعداد ته اړتیا ده، دغه ډول ماډلې بیا په خپلو مسلمانو هېوادو کې هم ډېرې محترمې ګرځي، او هېواد وال یې ګومان کوي چې د هېواد د پرمختګ لپاره یې ډېر ستر کار کړی دی.
په اسلامي هېوادو کې دا ضرور ده او دا د دولت دنده ده تر څو د رسنیز کار ځینې اصول مراعات او یو لړ سانسوري پالیسۍ عملي کړي، پرې نږدي چې عام خلک غربي غیر اخلاقي توکو ته لاسرسی پیدا کړي، که هغه انټرنټ وي، که ټلویزیون وي، که کیبل چلوونکی وي او یا په هېواد کې اوسېدونکي هنرمندان وي. دوی لپاره باید ځینې اصول چمتو شي، داسې اصول چې په هغې کې د رسنیو پر کار او معیارونو باندې د څېړنې سخته اداره ودروي، چې فعاله وي، ترڅو اخلاقي اصولو لاندې کار وشي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس