معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اندونیزیا په کابل کې د خپل سفارت د پرانستو په لټه کې دی

اندونیزیا په کابل کې د خپل سفارت د پرانستو په لټه کې دی

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د اندونیزیا رسنۍ راپور ورکوي چې، هېواد یې په پام کې لري څو خپل سفارت په پلازمېنه کابل کې بېرته پرانیزي.
د اندونیزیا رسنیو د اسیاـ فسفیک او افریقایي چارو لپاره د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د عمومي مدیر عبدالقدیر جیلاني له قوله دا خبر ورکړی.
نوموړي پرون دوشنبه (د لیندۍ ۱۵مه) په جاکارتا کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په کابل کې خپل سفارت بېرته ځکه پرانیزي چې له افغانستان سره د بشري چارو او له ښځو سره د مرستو او نورو مسایلو ترڅنګ د سکالرشیفونو د ورکړې د پروګرام لپاره رغنده همکاري مخ ته یوسي.
اندونیزیا د اګسټ د میاشتې په پای کې کله چې اسلامي امارت کابل نیولی و، خپل سفارت د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په لنډمهالي ډول لېږدولی دی.
ښاغلي جیلاني ټینګار وکړ چې په کابل کې یې د خپل سفارت بیا فعالول دا معنی نه لري چې دا هېواد به د افغانستان نوی حکومت په رسمیت پیژني.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس