معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / انتوني بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره مخه ښه وکړه

انتوني بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره مخه ښه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د جوبایډن د حکومت په وروستۍ ورځ د بهرنیو چارو له وزارت سره مخه ښه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې بلېنکن د دغه وزارت له کارکوونکو سره د مخه ښې پر مهال لیدل کیږي.

بلېنکن پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، دا زما لپاره یو لوی ویاړ و چې د امریکا د بهرنیو چارو د ۷۱م وزیر په توګه مې د خپل ولس د خلکو استازیتوب وکړ.

یاد وزیر د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په میاشت کې د بهرنیو چارو د ۷۱م وزیر په توګه دنده پیل کړې وه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس