معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امیر خان متقي له هند راغلي پلاوي سره کتلي

امیر خان متقي له هند راغلي پلاوي سره کتلي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۲مه او د جون میاشتې دوهمه نېټه ده) د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت او حکومت په استازیتوب راغلی پلاوی د دواړو هیوادونو تر منځ یو ښه پیل بللی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، امیرخان متقي د هند له استازي سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې هندوستان دې په افغانستان ‏کې خپلې درول شوې پروژې له سره پيل کړي.
هغه دغه راز له راغلي پلاوي غوښتي، چې په کابل کې خپل ډیپلوماټیک شتون پرانېزي او افغانانو ته په ځانګړي ډول د افغان محصلینو او ناروغانو لپاره قونسلي خدمات وړاندي کړي.
د بلخي په وینا د هند پلاوي وویل چې دوی د افغانستان سره د پخوا په څېر ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
‏هندي پلاوي زیاته کړې چې هېواد به یې د افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کي پر مرستو او کار کولو غور وکړي.
پلاوي دغه راز ویلي، څڼګه یې چې د افغان صادراتو پر مخ خپلو پولو او بندرونه خلاص کړي، چې له امله یې د دغه هېواد صادرات د تیرو کلونو په نسبت زیات شوي، په یاده برخه کې به لا اسانتیا رامنځ ته کړي.
دواړو لورو پرېکړه کړې چې تر منځ به یې راشه درشه لا وغوړېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس