معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امیر خان متقي قطر ته لاړ

امیر خان متقي قطر ته لاړ

ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ نن قطر ته په سفر وتلی.
د یاد وزارت د خبر پاڼې د معلوماتو پربنسټ، د وزیرانو او د وزارتونو د مرستیالانو دغه پلاوی به په دغه سفر کې د خلیج هېوادنو له استازو، د اروپايي ټولنې له پلاوي او د دیني عالمانو له ټولنو سره به په یو لړ مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.
د افغان حکومت دغه پلاوی به په قطر کې د خپلو ډیپلوماټیکو استازولیو سره هم یو ګډه ناسته ولري.
پر افغانستان د اسلامي امارت تر ولکې وروسته امریکا او یو شمېر لویدیځو هېوادونو خپل سفارتونه او او ډیپلوماټیکې استازولۍ له کابل د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږدولې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس