معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته په سفر ووت

امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته په سفر ووت

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۸مه او د جون میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو زوارت وايي، چې امیرخان متقي او ور سره مل پلاوی قطر ته په سفر ووتل.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د بهرنیو چارو له وزیر سره په دغه سفر کې د مالیې وزارت او مرکزي بانک چارواکي ملتیا کوي.
ښاغلي بلخي پر خپل ټویټر لیکلي، چې یاد پلای به د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وویني.
که څه هم وزارت د دې سفر او د امریکا له ځانګړي استازي سره د لیدو اصلي موخه نه ده، څرګنده کړې خو، بلخې قطر ته چارواکو دا سفر مهم بللی دی.
بېګاه ناوخته واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وویل، چې افغان چارواکو د کنګل شوې پانګې پر سر له امریکايي لوري سره خبرې پیل کړې دي.
ورځپاڼې د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکلي چې دمګړی امریکا او د افغانستان نوی حکومت پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي د کنګل شوې پانګې یوه برخه آزاده او د مرکزي بانک په واک کې ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس