معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا یو ځل بیا د بانکي ستونزو د هواري ژمنه کړې

امریکا یو ځل بیا د بانکي ستونزو د هواري ژمنه کړې

امریکا یو ځل بیا د بانکي ستونزو د هواري ژمنه کړې
ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چنګاښ ۶مه او د جون میاشتې ۲۷مه نېټه ده) امریکا یو ځل بیا ژمنه کړې، چې د افغانستان لپاره ټولې بانکي ستونزې هواروي.
د راپورونو له مخې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره کتلي دي.
دغه شورا وایي امریکايي لوري ویلي، چې ډېر ژر به د افغانستان بانکي ستونزه حل او په واشنګټن کې به په دې تړاو خپلې هڅې پیل کړي.
امریکايي استازي دغه راز ویلي چې افغان سوداګر دمګړی له هېڅ ډول ستونزو سره نه دي مخ، دوی کولی شي چې درمل، خوراکي توکي، سون توکي او نور اړین توکي افغانستان ته ولېږدوي او له هېڅ ډول بندیز سره مخ نه دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس