ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه او د جولای میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي امریکا تر دې دمه د افغانستان د منزوي کولو یا اقتصادي او سیاسي ماتې پلان نه لري.
نوموړی وایي له افغانستان سره د امریکا اړیکې د دوحې په هوکړه پورې تړلې دي او څومره چې دا هوکړه عملي کېږي له کابل سره به د واشنګټن اړیکې ښې شي.
خلیلزاد ادعا کوي چې د دې هوکړې ډېرې برخې نه دي عملي شوې نو له همدې امله امریکا هم خپل ډيپلوماټیک ماموریت ځنډولی دی.
خلیلزاد زیاتوي چې د نوي حکومت له مشرانو سره په خبرو او مذاکراتو بوخت دي او دوی دې ته هڅوي چې د دوحې هوکړه عملي کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د دوحې هوکړه د ټولو اړخونو په ګټه ده او عملي کول به یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکې ښې کړي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/07/photo_2022-07-16_23-41-55-660x330.jpg)