معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امریکا وايي ځواکونو یې افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قرابي ورکړې

امریکا وايي ځواکونو یې افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قرابي ورکړې

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، ځواکونو یې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې.
اسټن دا څرګندونې، چې د امریکا د دفاع وزارت پر وېبپاڼه خپرې شوي، پرون د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال د خپلو وژل شویو او ټپي شویو سرتېرو د درناوي په پار جوړه شوې غونډه کې وکړې.
امریکایي ځواکونه له شاوخوا شل کلن پوځي ماموریت وروسته د تېر کال د اګست میاشتې په وروستۍ نېټه له افغانستانه په بشپړ ډول ووتل.
د امریکا دفاع وزارت وایي، د دوی دغې تر ټولې اوږدې جګړه کې ۲۴۶۱ سرتېري وژل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس