معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امریکا وايي د افغانستان منزوي کول د هیچا په ګټه نه دي

امریکا وايي د افغانستان منزوي کول د هیچا په ګټه نه دي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۹مه او د جون میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې د نوي حکومت او افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي او په وینا یې که نړۍ غواړي چې ستونزې هوارې شي نو مذاکرات او سیاسي خبرې باید دوام وکړي.
هغه دغه راز ویلي، په دوحه کې له افغان لوري سره د مذاکراتو پيل په دې مانا نه دی چې دوی په رسمیت پېژندل کېږي خو مذاکرات او پالیسي به دوام کوي.
په دوحه کې د افغان لوري او امریکا ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پيل شوی دی چې د امریکایي لوري په خبره پر اقتصادي او همدا راز د نجونو د زده کړو پر پیل به د دواړو ترمنځ خبرې کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس