معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا مني چې له نوي افغان حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی

امریکا مني چې له نوي افغان حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب دوهمه نېټه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو اړتیا ده او د دې موخې لپاره د خبرو دوام حتمي دی.
د ده په وینا له نوي حکومت سره ډیپلوماسي او د خبرو دوام د ټولو اړخونو په ګټه دی نو ځکه یې ادامې ته لومړیتوب ورکوي.
ټام وېسټ دغه راز ټینګار کوي چې په حکومت کې د ښځینه وو ګډون او د ټولګډونه حکومت رامنځ ته کول چې ټول وګړي پکې خپل ځان وویني د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي چې نوی حکومت یې مراعاتولو ته رابولو.
امریکايي ډيپلوماټ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت په ځلونو ویلي دوی ټولګډونه حکومت جوړوي او د یوه پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره یې خپلو سلا مشورو ته ادامه ورکړې ده.
دغه شان د ا.ا چارواکو وړاندې ویلي و که له ټولګډونه حکومت د امریکا او نړیوالو موخه د تېر نظام لوپوړي چارواکي بیا ځل صحنې ته راوستل وي، دا کار ناشونی دی؛ د دوی په وینا ځکه چې دا د خلکو غوښتنه نه ده او دوی ته د خلکو غوښتنه او منښت ارزښت لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس