معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی

امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) امریکا نن له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د ان‌ بي ‌سي د راپور له مخې، امریکا په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه والي او دغه راز د دغه هېواد د اقتصادي سقوط د مخنیوي په موخه نن له افغانستان سره ۳۰۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
راپور کاږي چې واشنګټن له افغانانو سره د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه هم کړې ده چې ډېر ژر به افغانستان ته واستول شي.
د امریکا د متحدو ایالتونو نړیواله پراختیايي اداره “USAID” وايي‌ چې دا مرستې به اړمنو او اسیپ پذیزه افغانانو ته د خوراکي‌ موادو، غذا اوروغتیايي اسانتیاوو په برابرولو، د ژمي په پروګرامونو او لوژیستیک په برخو کې لګول کیږي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د امریکا د سولې انسټیټوټ ویلي وو چې یوازې بشري مرستې نه شي کولی دغه هېواد له اقتصادي کړکېچه وباسي بلکې امریکا باید په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر مالي پانګه ژر تر ژر ازاده او بېرته د دغه هېواد بانکونو ته واستوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس