معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امریکا د افغان ځواکونو لپاره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قراردادونه لغوه کوي

امریکا د افغان ځواکونو لپاره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قراردادونه لغوه کوي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوايي یا ثور ۱۵مه او د مۍ میاشتې ۵مه نېټه ده) د امریکا دفاع وزارت د میلیاردونو ډالرو په ارزښت هغه قراردادونه لغوه کوي چې د افغانستان د تېر جمهوریتي امنیتي ځواکونو، د تمویل لپاره شوي دي.
دا خبره سیګارپه یوه راپور کې او ویلي یې دي چې ښایي د دغو قراردادونو لغوه کول او حقوقي دعواوې کلونه وخت ونیسي.
په دغه راپور کې ویل شوي، یاد قراردادونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل صندوق له خوا شوي چې پر بنسټ یې له ۲۰۰۵ کال وروسته شاوخوا ۸۱ میلیارد ډالره، د دغو ځواکونو د تجهیز، تمویل او تاسیساتو د ساتنې پر چارو لګول شوي دي.
د تېرکال د اګست له پنځلسمې چې اسلامي امارت کابل ونیو، دفاع وزارت هڅې پیل کړې چې هغه بودیجه چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې وه، پر نورو چارو ولګوي.
د امریکا د مرکزي قواوو د قومندانۍ ویاندې په تېره مارچ میاشت کې ویلي و، چې پوځ شاوخوا ۹۰۰ قراردادونه په نښه کړي چې باید لغوه شي.
خو دا نده څرګنده چې د امریکا حکومت به یې د لغوه کولو لپاره د قراردادونو مقابل اړخ ته نورې څومره پیسې ورکوي.
سیګار دغه راز په دې وروستیو کې په یوه بل راپور کې ویلي و، چې د امریکا له خوا مرسته شوي د څه باندې اوه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس