معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امریکا او نورو هېوادونو د ااا حکومت لخوا د نجونو زده کړې ځنډولو پرېکړه غندلې

امریکا او نورو هېوادونو د ااا حکومت لخوا د نجونو زده کړې ځنډولو پرېکړه غندلې

ګهیځ: نن شنبه (د وري ۶مه او د مارچ ۲۶مه نېټه ده) د امریکا متحده ایالتو او ځينې نورو لویدیځو هېوادونو د اسلامي امارت هغه پرېکړه غندلې چې په افغانستان کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې ځنډولي دي.
د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو دغه‌ راز د اروپايي ټولنې د لوړ رتبه استازي په ګډه اعلامیه کې له نوي افغان حکومت غوښتي چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.
اعلامیه کې ویل شوي، د حکومت دغه پرېکړه د دوی د مشروعیت لیدلوری او د افغانستان هغه هیله زیانمنوي چې غواړي د نړیوالې ټولنې غړی شي.
لویدیځو هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلي: “د طالبانو دا اقدام، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له ورکړل شوي تضمین سره په ټکر کې دی.”
اسلامي امارت ژمنه کړې وه چې په نوي ښوونیز کال کې به ښوونځي د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي، خو د چهارشنبې په ورځ ‌یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو بهیر تر امر ثاني پورې وځنډاوه او ویې ویل چې د د ښځینه زده کوونکو په تړاو یې د منځني او ثانوي ټولګیو طرحه نه ده وروستۍ شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس