معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امریکا او افغانستان د مرکزي بانک د پانګې پر ازادولو خبرې کړې

امریکا او افغانستان د مرکزي بانک د پانګې پر ازادولو خبرې کړې

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۱۲مه او د جولای میاشتې درېیمه نېټه ده) امریکا او افغان لورو د افغانستان بانک د پشتوانې پر ازادولو خبرې کړې دي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان او امریکايي لوري په دوحه کې پر هغه لارو چارو خبرې کړې دي چې له مخې به یې د افغانستان د کنګل شوې پانګې یوه برخه یا ۳،۵ میلیارده ډالر د افغانستان مرکزي بانک ته لېږدول کېږي.
امریکا وایي چې په دې سره به د مرکزي بانک باور بېرته تر لاسه شي او نړیوالو راکړو ورکړو ته به لار هواره کړل شي.
امریکا همدا راز وایي په دې لیدنه کې د نجونو پر زده کړو او کار هم له افغان لوري سره خبرې شوې دي او ټينګار شوی دی چې امریکا د افغانانو له هغو غوښتنو ملاتړ کوي چې له مخې یې باید نجونې زده کړو او دندو ته ستنې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس