معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان کډوال؛ په جبر او زور له ایرانه ایستل شوي

افغان کډوال؛ په جبر او زور له ایرانه ایستل شوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۱۶مه او د اپرېل ۵مه نېټه ده) د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۷۵۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، له دغو کډوالو څخه يو شمير يې په جبري توګه له ايران څخه ايستل شوي دي.
څو ورځې وړاندې په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلند راپورونه خپاره شوي وو.
یراني حکومت خبرداری ورکړی، چې که ایراني وګړو افغانانو ته کار یا کور ورکړی و، نو د حکومت له لوري به تعقیب او مجازات شي.
همدا راز له ایراني وګړو غوښتل شوي چې د افغان کډوالو ځایونه ور وښيي.
هغه افغانې کورنۍ چې، د کور غړي یې په ایران کې مسافر دي، له افغانانو سره د ایراني وګړو ورستی بد چلند تاییدوي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلي چې دوی هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایران وباسي او تر څنګ یې پر پوله تدابیر ډېر کړي او د زرګونه افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی هم کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس