ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۲مه) خپاره شوي راپورونه وايي چې، له ایرانه د افغان کډوالود ویستلو لړۍ چټکه شوې ده.
والسټرېټ ژورنال راپور ورکوي چې، ایران د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، چې له لوږې او وېرې دغه هېواد ته ورغلي دي.
سرچینه کاږي چې ایران هره ورځ له ۲ زرو تر پنځو زرو پورې افغان کډوال بېرته له پولې را اړوي او نیمروز ولایت ته یې استوي. په راپور کې له راګرځېدلو کډوالو سره خبرې شوې دي. دوی د ایراني حکومت له ناوړه چلند سخت شکایت کړی دی.
ملګرو ملتونو هم ویلي چې ایراني لوري د کډوالو دایستلو لړۍ چټکه کړې ده او همدا راز له کډوالو سره د دوی کېدونکی چلند هېچا ته د منلو نه دی.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2021/12/120020991_2807580636139494_1787280389606538623_o-660x330.jpg)