معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان کنګل پانګه؛ د آزادولو په تړاو یې امریکا او افغان لوری خبرې کوي

افغان کنګل پانګه؛ د آزادولو په تړاو یې امریکا او افغان لوری خبرې کوي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۸مه او د جون میاشتې ۲۹مه نېټه ده) افغان چارواکو د خپل ولس د کنګل شوې پانګې پر سر له امریکا سره خبرې پیل کړې دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکلي چې دمګړی امریکا او د افغانستان نوی حکومت پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي د کنګل شوې پانګې یوه برخه آزاده او د مرکزي بانک په واک کې ورکړي.
ورځپاڼې ویلي امریکايي لوری په دې لټه کې دی څو پر دې پیسو د نوي حکومت چارواکي کنټرول و نه لري بلکې د افغان ولس لپاره وکارول شي.
له همدې امله دوی د دې پیسو د آزادولو پر یوه ډاډه میکانیزم او تګلاره کار پیل کړی دی.
امریکايي سرچینو ویلي د دې پیسو له آزادولو یې موخه د بشردوستانه مرستو رسول او له عامو افغانانو سره همکاري کول دي.
امریکا دمګړی د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر پانګه کنګل کړې ده چې له دې ډلې اووه میلیارده یې د مرکزي بانک او پاتې دوه میلیارده یې د خصوصي سکتور پانګه ګڼل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس