معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان پاسپورټ د نړۍ په کچه لږ باوره پاسپورټ وپېژندل شو

افغان پاسپورټ د نړۍ په کچه لږ باوره پاسپورټ وپېژندل شو

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ/سرطان ۳۰مه او د جولای میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د پاسپورټونو په تازه نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ تر ټولو د لږ باور لرونکي پاسپورټ په توګه پېژندل شوی او د لړلیک په پای کې راغلی دی.
د هنلي او شرکا شرکت د دې درجه بندۍ له مخې چې تېره ورځ خپره شوې، د جاپان پاسپورټ په لومړي سر کې راغلی دی.
د جاپاني پاسپورټ درلودونکي کولی شي د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د افغانستان یو پخواني ډیپلوماټ غوث جانباز وايي، د اعتبار له مخې د پاسپورټونو درجه بندۍ کې خاص ټکي په پام کې نیول کېږي.
نوموړی وايي: “د هغه هېواد چې پاسپورټ په وروستۍ کرښه کې راغلی، د هغه لپاره یو لړ دلایل دا کېدای شي چې په هغه هېواد کې د امنیت نه ‌شتون، اقتصادي کمزورتیا، بې ثباتي او نور شاخصونه وي.”
د تازه درجه بندۍ له مخې تر جاپان وروسته سنګاپور او جنوبي کوریا راغلي او د پاکستان پاسپورټ څلورم بې اعتباره پاسپورټ بلل شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس