معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / افغان فلم له شپږ میاشتیني ځنډ وروسته فعالیت پیل کړ

افغان فلم له شپږ میاشتیني ځنډ وروسته فعالیت پیل کړ

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۲۳مه او د مارچ ۱۵مه نېټه ده) افغان فلم له ۶ میاشتني ځنډ وروسته د دوو مستندو فلمونو په وړاندې کولو سره خپل فعالیت له سره پیل کړی دی.
د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان فلم جوړوونکي دې ته هڅولي دي، څو د فلمونو د جوړېدو لپاره د سوژې په ټاکلو کې د افغاني ټولنې د رغښت په برخه کې کمښت او اړتیا ته پام وکړي.
په ورته وخت کې د هېواد فعال او تکړه ممثل سلیمان راحل وایي چې سینما د یو هېواد هویت دی.
د هغه په وینا، دغه اداره باید تر پخوا په ښه ډول سره خپلې چارې پیل کړي څو د افغاني کلتور، دود او فرهنګ اصلي څېره نړیوالو ته وښودل شي.
د راحل په خبره، که چېرته له سینما څخه ښه ګټه واخیستل شي، د جګړه ځپلو او فقر ځپلو افغانانو ټولې ستونزې په تر ټولو ښه شکل باندې نړیوالو ته رسول کېدای شي، چې دا چاره به نه یوازې عایداتي منبع وي بلکې د نړیوالو مرستندویانو د جلب په برخه کې هم ګټور واقع کېدای شي.
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته د افغان فلم فعالیت په ټپه درېدلی و خو اوس یې له نویو هېلو سره خپلې چارې پیل کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس