معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان سوداګر وايي ایران یې لاریو ته د توکو د بارولو اجازه نه ورکوي

افغان سوداګر وايي ایران یې لاریو ته د توکو د بارولو اجازه نه ورکوي

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) د هرات ولایت سوداګرو له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړو غوښتنه کړې.
د هرات ولایت سوداګرو د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو لپاره کومې لارۍ چې ایران په ځانګړي ډول د دوغارون بندر ته ورځي، ډېر ځله ایران د توکو د بارولو اجازه نه ورکوي او تشې بېرته راګرځي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې د سوداګرو له خولې ویل شوي چې بر عکس بیا د ایران پر سوداګریزو توکو بار ډیر شمیر لارۍ هره ورځ افغانستان ته راځي.
خبرپاڼه وايي د ایران دې کړنې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې ستونزې پیدا کړې دي.
دوی د سوداګرۍ له خونې او د افغانستان د اسلامي امارت له حکومته غوښتي چې له ایران سره دې د صادراتو او وارداتو په برخه کې شته ستونزې ژر هوارې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس