معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان دفاع وزیر د قطر له امیر سره کتلي

افغان دفاع وزیر د قطر له امیر سره کتلي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۶مه او د جولای میاشتې ۷مه نېټه ده) افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په دوحه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره وکتل.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې مولوي محمد يعقوب مجاهد او ورسره مل پلاوی قطر ته د رسمي سفر په ترڅ له امیر شیخ تمیم به حمد آل ثاني او د یاد هیواد د دفاع وزیر ډاکتر خالد بن محمد العطیه سره په دیوان امیري کې لیدنه کړې ده.

مجاهد د قطر د حکومت په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
د ملي دفاع د وزارت د بیان له مخې په دې ناسته کې محمد یعقوب د افغانستان خلکو سره د قطر له مرستو مننه کړې او د یادو مرستو پر دوام یې تینګار کړی.

دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوستانه اړیکو او نورو مسایلو هم خبرې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس